د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو اړيکو دفتر مشر وانګ يي د دسمبر په ۱۴مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه بېجينګ کې د فرانسې ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار بورنا سره د دواړو هېوادونو د ۲۶م ستراتيژيک ډيالوګ مشري کړې ده.
وانګ يي د دغه ستراتيژيک ډيالوګ په ترڅ کې ويلي، چين هيله لري، چې له فرانسې سره د خپلواکۍ، متقابل تفاهم، لرې راتلونکې ته په کتو او متقابلو ګټو پر بنسټ د چين او اروپا اړيکو د لارښوونې او د نړيوال سولې او ثبات د ساتلو په پار ګډې هڅې وکړي. لومړی، چين او فرانسه دې د دواړو مشرانو د اجماع په لارښوونې د خپلمنځي اړيکو لا زياتې مثبتې اجنډاوې جوړې کړي. دوهم، دواړه هېوادونه دې خپلمنځي واقعي همکارۍ پرمخبوزي او د خپلو دوديزونو ځانګړتياوو په لوبولو سره د نوي کيفيت توليدي ځواکونو نوې همکارۍ دې پرانيزي. درېيم، دواړه خواوې دې د چين او فرانسې د کلتور او سيلانۍ کلني فعاليت مثبتې اغېزې ته دوام ورکړي او د خلکو تګ راتګ ته دې اسانتياوې برابرې کړي. څلورم، چين او فرانسه دې په ګډه پر څواړخيزم ټينګار ولري.
د فرانسې ولسمشر د بهرنيو چارو سلاکار بورنا ويلي، فرانسه له چين سره دوديزې دوستۍ او د دواړو مشرانو اجتماع ته په درنه سترګه ګوري، د يو چين پر پېژندلو ټينګار لري، له چين سره د خلکو تګ راتګ او خپلمنځي ډيالوګونه به زيات کړي.
































