د هېواد په ۴ ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینو د مالوماتو له مخې دا پېښې په هلمند، جوزجان، غزني او دایکندي کې شوې، چې ۱۱ کسان په کې مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د چلوونکي په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی دی. ورته مهال سرچینو ویلي چې درې کسان بیا د شبرغان – خواجه دوکوه ولسوالۍ پر لار د یوې کرولا او ټانکر موټر په ټکر کې مړه شوي دي. دغه راز د غزني په مرکز کې ترافیکي پېښې یو کس مړ کړی او څلور نور یې ټپيان کړي دي. د یادو ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې روان کال په هېواد کې د ترافیکي پېښو کچه پام وړ ډېره شوې ده.
































