د چین د احصايې د ملي ادارې وياند فو لینګ هوی د دسمبر په ۱۶مه نېټه د چین د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په مياشت کې د دغه هېواد د اقتصادي ودې په اړه معلومات او د خبریالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
ویاند فو لينګ هوی څرګنده کړه چې په ۲۰۲۴م کال کې د چين د غلو دانو عمومي توليدي اندازه ۷۰۶،۵ مليارډه کیلوګرامو ته رسېدلې، چې د تېر کال په پرتله ۱۱،۰۹ مليارډه کیلوګرامه يا ۱،۶ سلنه زياتوالى ښيي. د روان کال په نومبر کې د دغه هېواد د مالونو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۳ ټريليونه، ۷۵۰ ميلیارډه او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د نومبر په پرتله ٪ ۱.۲ زياتوالی ښيي. د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې په دغه هېواد کې په اوسط ډول د بېکارۍ کچه ٪ ۵.۱ ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۰.۱ کموالی ښيي.
































