د چين «چیوشي» مجلې د ډسمبر په ۱۶ مه نېټه د «کمونیست ګوند ژور داخلي اصلاحات» تر عنوان لاندې د دغه هېواد د دولت د رییس شي جين پينګ يوه مقاله خپره کړې.
شي جين پينګ په دغه لیکنه کې ویلي: د چين کمونست ګوند لوړ ارمانونه ، درنې او سپېڅلې دندې پرغاړه لري، نو موږ باید له ځانه وپوښتو، چې د زمانې له پرمختګ سره سم عمل وکړو او هر وخت ویښ پاتې شو او د داخلي اصلاحاتو له روحيې سره سم د خپلې لارښوونې او حکومتوالۍ توان پیاوړی کړو. هغه زیاتوي: یوازې په دې توګه موږ کولی شو د ګوند سمه او پرمختللې بڼه او د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي چارو پیاوړې رهبري وساتو.































