د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ډسمبر د ۱۶ مې نېټې په سهار په پلازمېنه بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د مرحوم چياو شي د زېږېدنې د سلمې کليزې لمانځغونډه ترسره کړه. د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې وينا وکړه او د ګوند له غړو يې غوښتنه وکړه، چې له ښاغلي چياو شي څخه زده کړه وکړي.
مرحوم چياو شي د ۱۹۲۴ م کال په ډسمبر کې زېږېدلی او د ۲۰۱۵م کال د جون په ۱۴ مه نېټه مړ شو. نوموړی د چين د کمونېست ګوند د غوره غړي، وفادار کمونېست، نامتو پرولتاري انقلابي، سياستوال او وتلی دولتي او ګوندي مشر بلل کيږي.































