د برېښنا شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه شرکت د اجرایوي رییس په مشرۍ لوړپوړي پلاوي ازبیکستان ته سفر کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازو هم ګډون کړی. د خبرپاڼې له مخې یاد پلاوي د ازبیکستان د برېښنا ملي شرکت له مشرتابه سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون پر ګڼو اړخونو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې د برېښنا شرکت اجرايوي رییس له ازبیک لوري سره د سرخان – پلخمري – الوان دښتې او بیا تر کابل ارغندې او ننګرهار شیخ مصري پورې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا د لېږد، مزي له لارې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د را لېږد پروژو په اړه هم خبرې وکړي.
































