د چين حکومت د ډسمبر په ۱۶مې نېټې د تېر نومبر د ملي اقتصاد په اړه معلومات خپاره کړي او ګڼو رسنيو پرې راپورونه ورکړي دي.
د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ دا ثابته کړې، چې د دغه هېواد د اقتصادي چارو مرکزي غونډه د اقتصادي وضعيت په اړه مناسبې پرېکړې وکړې.
رسمي شمېرې ښيي، چې له تېر نومبر او سپتمبر راهيسې د چين د اقتصاد د بيا پرمختګ وضعيت او تمايل ساتل شوی، د اقتصادي پرمختګ کيفيت يې نور هم ښه شوی دی.
شنونکي وايي، د همدې مودې اقتصادي پرمختګ دا پيغام ورکړی، چې د اقتصاد په باکيفيته پرمختګ کې د ساينسي او ټېکنالوژيک نوښتون رول پياوړی شوی دی.
د نوې انرژۍ د موټرو، صنعتي روبوټونو او بشپړ برېښنايي جريان (integrated circuit) په شمول د مهمو ټېکنالوژيکو برخو توليداتو چټک پرمختګ کړی دی. بر سيره پر دې، د چين د لوړې ټېکنالوژۍ صنعتي چارو هم ښه پرمختګ موندلی او د سږ کال په تېرو يوولسو مياشتو کې يې د اړوندو توليدي صنايعو او خدمتي چارو پانګونې په جلا جلا توګه ٪۸،۲ او ٪۱۰،۲ زياتوالی ښيي.
په چين کې د اوريال (L’ORÉAL) لومړی اجراييوي مشر بو وان شانګ د چين او د دغه هېواد پر اقتصاد پوره باور ښودلی دی.
کارپوهان د همدې مودې د اقتصادي پرمختګ يو بل مثبت پيغام د مصارفو سالم زياتوالی یادوي. د روان کال په تېرو يوولسو مياشتو کې د چين په ټولنې کې د استهلاکي توکو د پرچون د خرڅلاو اندازه ۴۴۲۷۰ ميليارډو ژن مين بي يوانو ته رسېدلې، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳،۵٪ زياتوالی ښيي او دا دې څرګندويي کوي، چې د چين مصرفي بازار د بيا سمسورتيا په حال کې دی.
په همدې مودې کې، په چين کې د انټرنېټ له لارې د پرجون د خرڅلاو د زياتوالي انډول د ټولنې د استهلاکي توکو د خرڅلاو د زياتوالي انډول په پرتله لوړ و او دا دې ښکارندويي کوي، چې په دغه هېواد کې د مصرف نوې لارې چارې د پرمختګ په حال کې دي او پياوړی پټ ځواک لري.
د چين د اقتصادي چارو مرکزي غونډې د راتلونکي کال د نهو مهمو برخو دندې ټاکلي او د کورنيو اړتياوو هراړخيز پراخوالي ته يې لومړيتوب ورکړی دی. د چين د مصرفي بازار بيا سمسورتيا د راتلونکي کال د يادې دندې د پوره کولو لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی.
په تېر نومبر کې د چين اقتصادي پرمختګ اسانه چاره نه وه. سږ کال نړيوال چاپيريال پېچلی او سخت دی، د نړيوال اقتصاد احيا ورو شوې او د چين اقتصادي سمون هم له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.
د چين اقتصاد څنګه د يادو ننګونو پر وړاندې ثابت او سالم پرمختګ موندلی؟
د چين ژن مين پوهنتون د اقتصادي پوهنځي پروفېسور وانګ شياو سونګ رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د چين اقتصاد له يوې خوا ثابت بنسټ، زياتې وړتياوې، قوي انعطاف او پياوړی پټ ځواک لري او د دايمي پرمختګ ملاتړ کوونکي شرايط او تمايل يې هم نه دي بدل شوي او له بلې خوا به یې د پلې شويو تګلارو او د مخ پر تطبيق کېدونکو تګلارو تر اغېزو لاندې مثبت لاملونه نور هم زيات شي.
د چين او نورو هېوادونو ترمنځ سالمو ډيپلوماتيکو اړيکو د دغه هېواد د نړيوال اقتصادي تګ راتګ لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی. بر سيره پر دې، چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د برېکس همکاريز ميکانيزم د پیاوړتيا لپاره هم ډېرې هلې ځلې کړي او د خپلو ملګرو کړۍ يې پراخه کړې ده.
د چين د اقتصادي چارو مرکزي غونډې د لوړې کچې ورخلاصون د پياوړتيا او د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې د ثبات دندې ټاکلي او د نړيوالې ټولنې باور يې نور هم خپل کړی دی. په بې ثباته او ناارامې نړۍ کې باور له سرو زرو هم ګرانبیه دی.
د چين د اقتصاد وروستي پيغامونه د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ د ٪۵ زياتوالي پر ټاکلې موخې پوره باور لري او په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې به پر له پسې د لومړي لوی اېنجن رول ولوبوي.
دغه مثبت پيغامونه په دې مانا دي، چې چين به نړۍ ته لا زيات فرصتونه او ګټې برابرې کړي.
































