د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ډسمبر په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د چين او امريکا حکومتي استازو د ۲۰۲۴م کال د ډسبمر په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ساينس او ټېکنالوژۍ د همکاريز تړون د تعديل او تمديد پروتوکول لاسليک کړی، چې پدې سره د دغه تړون د اعتبار موده د ۲۰۲۴م کال د اګست له ۲۷ مې نېټې څخه ۵ کاله نوره غځېدلې ده.
لين جيان ويلي، چې د چين او امريکا تر منځ د ساينس او ټېکنالوژۍ د همکارۍ جوهر متقابلې ګټې او برياليتوبونه دي. د چين او امريکا د ساينس او ټېکنالوژۍ همکاريز تړون د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو له ټينګېدو وروسته لومونی لاسليک شوی تړون دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ساينس او ټېکنالوژۍ د تبادلې او همکارۍ څخه يې ټينګ ملاتړ کړی.
نوموړي زياته کړه، د ياد تړون تمديد د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د نظر د توافق د پلې کولو لپاره يو مهم ګام دی. ده ویلي: هيله ده چې امريکا به له چين سره په ګډ لوري يو له بل سره همکارۍ وکړي، د اړوند تړون ترتيبات به په اغېزمنه توګه پلي کړي، تر څو د چين او امريکا تر منځ د ساينس او ټېکنالوژۍ د همکاريو لاسته راوړنې په واقعي توګه د دواړو هېوادونو خلکو او نړۍ ته ګټې ورسوي.































