د چين د مهاجرت ملي ادارې د دسمبر په ١٧مه نېټه له ويزې پرته د سفر نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې يې د روسيې، برازیل، بريټانيا، امريکا او کاناډا په ګډون د ۵۴ هېوادونو اتباع که چېرې د چين له لارې درېيم هېواد او سيمې ته لاړ شي، له ویزې پرته دغه هېواد ته ننوتلی شي او د ټاکلو سيمو په حدود کې د ۲۴۰ ساعتونو (۱۰ ورځو) لپاره پاتېدای شي.
بر سېره پر دې، چین ته د یادو بهرنيو سېلانيانو د ننوتلو لپاره نور ۲۱ بندرونه پرانیستل شوي، چې پدې سره چین ته د بهرنيانو د ننوتلو لپاره د پرانيستل شوو بندرونو شمېر ۶۰ ته رسېدلی، دغه راز د هغو سيمو حدود چې بهرني سېلانيان هلته پاتېږي، هم پراخ شوی دی.
































