د چين او امريکې د پولي چارو کاري ګروپونو د دسمبر له ۱۵مې نېتې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د چین د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې اوومه غونډه تر سره کړه.
د چين د پولي چارو د نظارت او ادارې عمومي رياست، د دغه هېوادد اسهامو د نظارت او ادارې ملي کميټې، د امريکې د فدرالي ذخيرې کمېټې، د دغه هېواد د اسهامو د معاملې کميټې په شمول د اړوندو ارګانونو او څانګو استازو په دغه غونډه کې ګډون درلود.
چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو استازو د کنفرانس او د اقتصادي کارونو په هکله د مرکزي حکومت په کاري کنفرانس کې د راتلونکې کال د اقتصادي کارونو د ترتيباتو په هکله معلومات ورکړل.
دواړو خواوو د چين او امريکې د اقتصادي او پولي حالاتو او د پيسو د تګلارو، د پولي چارو د ثبات، نظارت او ادارې، د پولي چارو د نړيوالې ادارې، د اسهامو او سرمايې بازار او د دواړو خواوو لپاره د پاملرنې وړ پولي تګلارې او موضوعاتو په هکله مسلکي، واقعي، صميمي او رغنده بحثونه کړي دي.
































