چين د دسمبر د ۱۷مې نېټې سهار په ۲ بجو ۵۰ دقیقو، د تای يوان ښار د سپوږمکۍ د توغولو په مرکز کې (CZ-2D) بار وړونکي راکټ په وسيله د پيساټ – ۲ ۰۹ -۱۲ (PIESAT-2 09-12) ځمکه څارونکې سپوږمکۍ په برياليتوب سره فضا ته توغولې او ټاکلي مدار ته يې رسولې ده.
دا ماموریت د سي زيډ(CZ) ډوله بار وړونکو راکټونو ۵۵۳مه الوتنه ده.
د معلوماتو له مخې، ياده سپوږمکۍ به د ځمکنيو سرچينو او زلزلو د وضعيت د څارنې، د ناورينونو د مخنيوي او د بنسټيزو جغرافيايي معلوماتو د ترلاسه کولو په شمول بېلابېلو برخو کې وکارول شي.
































