د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې له چين سره د مکاو پر يوځای کېدو ۲۵ کلونه تېر شوي او له دې وخت راهیسې دغې سيمې د ” يو هېواد او دوو نظامونو“پاليسۍ په رڼا کې د ليدو وړ پرمختګونه کړي، د چين د اساسي قانون او د مکاو د بنسټيز قانون لخوا ټاکل شوی سياسي او ټولنیز نظم پکې په ټينګه حاکم شوی، اقتصاد يې چټک پرمختګ کړی، د خلکو په ژوند کې يې پرله پسې ښه والی راغلی او ټولنه يې همغږې او باثباته ساتل شوې ده.
د چین د مرکزي حکومت تر ملاتړ لاندې له نورو هېوادونو او سيمو سره د مکاو اړيکې او همکارۍ ډېرې پراخې شوې دي. مکاو تراوسه په ۱۹۰ نړيوالو سازمانونو او ارګانونو کې شامل شوی او ۱۴۷ هېوادونو او سيمو د مکاو د خلکو پرمخ له ويزې پرته سفر تګلاره پلې کړې ده. دغه راز مکاو له څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو سره ثابتې اقتصادي، سوداګريزې او کلتوري اړيکې ټينګې کړې دي. په ۲۰۲۳م کال کې د کمربند او لارې له ابادوونکو هېوادونو سره د مکاو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت نږدې ۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تاريخ نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.































