د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، احمد الله زاهد له ترکي پانګهوالو سره په کتنه کې ویلي، د پانګوالو لپاره یې په دغه وزارت کې یو ځانګړی ریاست جوړ کړی چې پانګهوالو وکړای شي په انلاین بڼه ویزه او نور اړوند معلومات ترلاسه کړي. اخوا ترکي پانګهوالو په دغه کتنه کې د افغانستان د کرنې، ودانیزو توکو د تولید او له افغانستانه ترکیې ته د ممیزو د صادرولو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه. دغه راز یې د پانګونې په برخه کې د افغانستان د اړتیاو په تړاو هم معلومات غوښتي دي.
































