اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لوړو زده کړو کمېسیون رییس ډاکټر مختار احمد سره پاکستان کې د افغان زده کړیالانو ستونزو پر حل خبرې کړې دي. دې کتنه کې د افغانستان سفیر تحصیلي بورسونه او وېزې، لیلیه او لنډ مهاله کورسونه د افغان زده کړیالانو اساسي ستونزې بللې دي او له پاکستان لوري یې په حل کې د مرستې غوښتنه کړې. بلخوا ډاکټر مختار احمد د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، اړتیا ده چې د افغانستان او پاکستان پوهنتونونه د ظرفیت جوړونې او تحصیلي اسانتیاوو په برخه کې باید له یو بل سره زیاته مرسته وکړي. پاکستان کې د افغانستان سفارت له لوري د افغان زده کړیالانو د ستونزو حل لپاره داسې مهال هڅې پیل شوې دي، چې تر دې وړاندې هغوی پاکستان کې تحصیلي اسانتیاوو ته له نه لاسرسي شکایت درلود.
































