سي ان ان د امریکا له پخوانیو او اوسنیو ديپلوماتانو او نظامیانو سره د بین الافغاني خبرو پر پیل خبرې کړې دي. دوی ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو دغه بهیر قوي مدیریت ته اړتیا لري تر څنګ یې نړیوالو ته په کار ده چې ددغه بهیر نظارت وکړي او بشپړه همکاري ورسره وکړي. دوی وایي د افغانستان د سولې خبرې به هومره ژر پایلې ته و نه رسېږي نو له همدې امله پراخې حوصلې او ډېرو هڅو ته اړتیا ده. د نظامي برخې شنونکي بیا وایي سولې ته تر رسېدو مخکې د سرتېرو د ایستلو پرېکړې او په دې اړه څرګندونې غیر معقولې دي. ددوی په خبره اوس طالبان د سولې هېڅ ډول نرمښت لپاره ځان مجبور نه بولي او نه هم له کوم لوري د فشار احساس کوي چې له همدې امله ښایي د سولې خبرې ډېرې اوږدې شي او جګړې دوام وکړي.
































