د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۱۸۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. سرچینې ویلي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو سولري شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۱۸۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې یادې شبکې د ۲۰ او ۴۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې د کار په جریان کې یې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې په بشپړېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
































