په امریکا کې وروستیو اورلګېدونو د ځاني تلفات د ډېرېدو له امله اندېښنې پارولې دي. له نږدې درېیو اونیو راهیسې د امریکا په کلیفورنیا، واشنګټن او اورګان کې سختې اورلګېدنې روانې دي. د هوا د ګرمۍ له امله ځنګلي سیمو اور اخیستی دی او د باد چلېدو دغه اورلګېدنه پراخه کړې ده. میلیونونه جریبه ځنګلونه په دې درېیو اونیو کې د اور خوراک شوي دي. تر دې دمه پنځه ویشت کسان د اورلګېدنو له امله مړه شوي دي او زرګونه کورونه هم له منځه تللي دي. امریکايي چارواکي وايي چې ګڼ کسان لا درکه دي او په وینا یې اورګېدنې تر دې دمه ۴،۵ میلیونه جریبه ځنګل له منځه وړی دی. امریکايي حکومت تر دې دمه د اور پر کنټرول نه دی بریالی شوی او لا هم اورلګېدنه د پراختیا په حال کې ده.
































