د چین له سترې برخې سره د مکاو د یو ځای کېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ، د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اين او د مکاو څېړنيز مرکز په ګډه يوه سروې خپره کړې او د مکاو ۱۵۵۱ وګړو نظرونه يې پوښتلي دي. د دې سروې د ګډونوالو په اند،”يو هېواد او دوه نظامونه“ پاليسي په بريالۍ توګه په مکاو کې پلې شوې او د دې سيمې د دايمي سمسورتيا او ثبات لپاره تر ټولو ښه پاليسي بلل کېږي.
د مکاو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته په کتو، ۹۳ اعشاریه ۹ سلنه ګډونوال په دې وروستيو کلونو کې د مکاو له ځايي حکومت څخه راضي دي، ۹۱ اعشاریه ۹ سلنهګډونوال په دې اند دي، چې د مکاو د وګړو سياسي حقونه او ازادي پوره تضمين شوې او ۹۰ اعشاریه ۸ سلنه سلنه ګډونوال دا نظر لري، چې د مکاو د ټولنيزې ګټې سوریه لوړه شوې ده.
د شمېرنې له مخې، د مکاو د کورني تولید عمومي اندازه يعنې جي ډي پي له ۱۹۹۹م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې اووه اعشاریه ۳ چنده زيات شوی دی. په ۲۰۲۳م کال کې د چين د سترې برخې او مکاو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۳ میليارډو او ۸۴۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې، چې د چين له سترې برخې سره د مکاو تر یو ځای کېدو مخکې اندازې په پرتله ۴ اعشاریه ۳ چنده زياته شوې ده. د روان کال تر اکتوبر پورې، په مکاو کې د چين د سترې برخې لخوا د مستقيمې پانګې اندازه ۱۴ ميليارډو او ۱۹۰ میليونو ډالرو ته رسېدلې ده. په دې سروې کې ۹۴ اعشاریه ۳ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې پیاوړی او لوی وطن د مکاو له سمسورتيا او پرمختګ څخه پوره ملاتړ کړی دی او ۹۲ اعشاریه ۷سلنه ګډونوالو د مکاو او سترې برخې ترمنځ اړيکې لا نږدې بللې دي. مکاو د مرکزي حکومت تر صلاحيت او ملاتړ لاندېله ۱۲۰ هېوادونو او سیمو سره ثابتې سوداګريزې او کلتوري اړیکې جوړې کړې، په څه باندې ۱۹۰ نړيوالو سازمانونو کې يې ګډون کړی او د ۱۴۷ هېوادونو او سيمو له وېزې پرته د سفر امتیازونه يې تر لاسه کړي دي. ۹۲ اعشاریه ۵ سلنه ګډونوالو د مرکزي حکومت ملاتړ او له نړۍ سره د اړيکو ساتنه د مکاو څرګند برتري بللې ده.
مکاو د چين له سترې برخې سره له یو ځای کېدو وروسته د نړۍ لپاره يوه داسې مهمه کړکۍ ګرځېدلې ، چې له لارې يې بهرنيان د چين د ځانګړو اداري سيمو لپاره د دغه هېواد ” د يوه هېواد او دوو نظامونو“ پاليسۍ په اړه معلومات ترلاسه کوي.. په دې سروې کې ۹۲ اعشاریه ۲ سلنه ګډونوالو ويلي، چې په مکاو کې” يوه هېواد او دوه نظامونه“ پاليسي په بریاليتوب تطبيق شوې ده. ۹۳ اعشاریه ۹ سلنه سلنه ګډونوال په دې پوره باور لري، چې مکاو د يادې پاليسۍ په رڼا کې د کورواکۍ په لرلو سره د ځان ښه مديريت کړی دی.
د چین په ښه کېدو سره به مکاو لا ښه شي. د چيني شکله عصري کېدو پرمختګ او برياليتوب ته په کتو، ټولو ګډونوالو د چين د ټېکنالوژيکي او تخنيکي نوښت، کلتوري پرمختګ، ټولنيز تضمين او د پوهنې پرمختګ په برخو کې ډېرې ښې نمرې ورکړې دي. د دې تر څنګ، ۹۳ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د ګډې سیمې د جوړونې له پيل راهيسې، مکاو ته د سيلانيانو شمېر زيات شوی، د خلکو ترمنځ تګ راتګ نور اسانه شوی او د پخوا په پرتله زیاتې پانګونې هم جلب شوې دي. ۹۳اعشاریه ۸ سلنه ګډونوال د مکاو لپاره د چيني شکله عصري کېدو پرمختګ لوی فرصت بللی دی، ۹۳اعشاریه ۳سلنه ګډونوال په مرکزي حکومت پوره باور لري، چې د مکاو دايمي سمسورتيا او ثبات به وساتي، ۹۲اعشاریه ۶ سلنهدغه راز ګډونوالو د مکاو د راتلونکي پرمختګ په اړه پوره باور څرګند کړی دی.































