د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۹مې نېټې په سهار د مکاو د ساينس او ټېکنالوژۍ له پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
نوموړي په دغه پوهنتون کې د چيني طبي درملو د کيفيت د څېړنې ملي لابرتوار او د سپوږمۍ او کرو د څېړنې ملي لابرتوار د وضيعت په اړه معلومات تر لاسه کړل او له محصلينو، استادانو او ساينس پوهانو سره يې خبرې اترې کړې دي.































