بېړنيوانټرنيټي پېښو ته د چين د رسيدګۍ مرکز په دې وروستيو کې د ټېکنالوژۍ پر لويو چيني تصديو د امريکا د انټرنيټي بريدونو په اړه د دوو پېښو معلومات خپاره کړل.
د معلوماتو له مخې، د پرمختللو موادو د ډيزاين په برخه کې د چين يو څيړنيز ارګان د ۲۰۲۴م کال له اګست راهيسې له انټرنيټي بريدونو سره مخ شوی، چې شک کېږي دغه بریدونه د امريکې استخباراتي ادارې کړي دي. د پلټنې له لارې دا روښانه شوې، چې بريد کوونکي د نوموړي ارګان د سافټ وير پر اداري سيسټم تیری کړی او د دغه ارګان څه باندې په ۲۷۰ کمپيوټرونو کې يې د ټروجان (Trojan) کمپيوټري وايروسونو د ځای پر ځای کولو له لارې د سوداګريزو چارو ګڼ شمېر رمزي معلومات او هغه تخنيکي معلومات چې د پوهنې ملکيت حقونه لري، غلا کړي دي.
د ځيرکې انرژۍ او ډيجيټلي معلوماتو په برخه کې د چين يوه تصدۍ د ۲۰۲۳م کال له مې څخه له انټرنيټي بريدونو سره مخ شوې، چې شک کېږي دغه بریدونه د امريکې استخباراتي ادارې کړی دی. پلټنه ښيي، چې بريد کوونکي په مسلسله توګه د دغه تصدۍ برېښنايي پيغامونه نيولي او په عين وخت کې يې د دغه تصدۍ او فرعي تصدۍ پر څه باندې ۳۰ سامانونو انټرنيټي بريدونه کړي او کنټرول کړي يې دي او له دې لارې يې د دغه تصدۍ ګڼ شمېر تجارتي رمزونه تر لاسه کړي دي.































