د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د ډسمبر په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې اروپايي ټولنې ځينې چيني تصدۍ او اشخاص پر روسيې د ۱۵م پړاو بنديزونو په ليست کې شامل کړي دي. چين په دې اړه سخته ناخوښي څرګندوي او په کلکه يې مخالفت کوي.
اروپايي ټولنې د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه پر روسيې د ۱۵م پړاو بنديزونو پلان اعلان کړ چې په لومړي ځل يې چيني تصدۍ او اشخاص پکې شامل کړي دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په دې اړه ويلي، چې چين تل د هغو يو اړخيزو بنديزونو مخالفت کړی چې د نړيوال قانون هېڅ بنسټ نه لري او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لخوا هم نه دي تصويب شوي. د اروپايي ټولنې دغه کړنه د چين او اروپا د مشرانو تر منځ له شویو موافقو څخه سرغړونه ده او د چين او اروپايي ټولنې پر اقتصادي او سوداګريزو اړيکو به منفي اغېزه ولري.
نوموړي زياته کړه، چين له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ساتلو او د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثابتولو لپاره دې، د يادو بنديزونو په ليست کې د چيني تصديو د شاملېدو او چيني شرکتونو ته د زيان رسولو ناسم عمل دېپرېږدي. چين به د خپلو تصديو د مشروع حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.































