د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۹مې نېټې په سهار د ګوانګ دونګ ولايت د جو های ښار په هنګچين سيمه کې د ګوانګ دونګ – مکاو د ژورې همکارۍ زون ته ولاړ او له هغو مکاويانو سره يې لیدلي چې هلته اوسېږي، کار او بار لري.
ده دغه راز د همکارۍ په دغه زون کې د خدمت او اداره کولو برخو له یو شمېر استازو سره هم لیدلي دي او خبرې يې ورسره کړې.































