د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۸مه نېټه په مکاو کې د دې ځانګړې اداري سیمې له مشر هه يي چنګ سره وکتل.
شي جين پينګ ښاغلي هه يي چنګ ته وویل: تاسو په تېرو ۵ کلونو کې د مکاو د ځايي مشر په حیث د ډېرو ستونزو په لرې کولو سره یو لړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي او تاسو د مکاو د بېلا بېلو ټولنو په مشرۍ په ټینګه سره په یو هېواد کې د دوو نظامونو پالیسي پلې کړې او د هېواد د حاکمیت، امنیت او د پرمختګ ګټې مو ساتلې دي.
شي جین پينګ هیله وښودله چې د مکاو د نوې دورې حکومت به په دوامداره توګه د دې سیمې او هېواد د ابادۍ لپاره فعال رول ولوبوي.
































