د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۲۰مې نېټې په سهار په مکاو کې د دغه ځانګړې اداري سيمې د نوې دورې حکومت د اداري،تقنيني او عدلي ارګانونو له مسوولينو سره وکتل.
شي جين پينګ د دغو ارګانونو له مسوولينو څخه وغوښتل، چې د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټو پر ساتلو ټينګار وکړي، خپل مسئوليتونه پر غاړه واخلي او دندې پلې کړي، يووالی او همکارۍ دې پياوړې کړي او سپيڅلی سلوک دې غوره کړي.































