د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۲۰ مې نېټې په سهار په مکاو کې د دې ځانګړې اداري سيمې له نوي مشر څن هاو هوی سره وکتل.

شي جين پينګ د مکاو ځانګړې اداري سيمې د شپږمې دورې د مشر په توګه د څن هاو هوی د ټاکل کېدو په پار هغه ته مبارکي وويله او باور يې وښود، چې څن هاو هوی به د مکاو محلي حکومت او د ټولنې بېلابېلې برخې يوموټی کړي او په مشرۍ به يې په هراړخيزه، دقیقه او ټينګه ”يو هېواد او دوه سيسټمونه “، ”د مکاو مديريت مکاويان کوي “پاليسۍ پلې کړي، ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې به په ټينګه وساتي، اقتصاد ته به معقول او متنوع پرمختګ ورکړي، د خلکو ښېګڼې به په پرله پسې توګه زياتې کړي، د مکاو له ځانګړي جغرافيايي موقعيت او برتريو څخه به ګټې پورته کړي، د هېواد د پرمختګ له ګټو به ټول برخمن کړي، له بېلابېلو هېوادونو او سيمو سره اړيکې او همکارۍ به ژورې کړي او د مکاو د لاښه پرمختګ لپاره به لا لوی خدمتونه وکړي.
شي جين پينګ زياته کړه، چې د چين مرکزي حکومت به د دندې په پوره کولو کې له ښاغلي څن هاو هوی او حکومت سره يې پوره ملاتړ وکړي.































