د چين له سترې برخې سره د مکاو د بېرته يوځای کېدو د ۲۵ مې کليزې لمانځغونډه او د دې ځانګړې اداري سيمې د شپږمې دورې حکومت د لوړې مراسم د ډسمبر د ۲۰ مې نېټې په سهار د دغه سيمې د ختيځې اسيا په لوبغالي کې ترسره شول او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ پکې ګډون وکړ او وينا يې وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د يو هېواد او دوو نظامونو سيسټم لا بشپړ شوی او د چين ملي حاکميت، امنيت او د پرمتګ ګټې په اغېزمنه توګه ساتل شوې دي. د مکاو ځانګړې اداري سيمې په سيسټماتيک ډول د ملي امنيت د ساتلو قوانين او اجراييوي ميکانيزمونه جوړ کړي، د مرکزي حکومت د هراړخيزې رهبرۍ او ادارې حق يې پلی کړی، د قوانينو له مخې يې د لوړې کچې د خپلواکې ادارې حق ادا کړی، اداري، تقنيني او عدلي ارګانونو يې خپل مسئوليتونه او دندې پلې کړې، د هيوادپالو له خوا د مکاو د ادارې اصول په پوره توګه عملي کړي، ډيموکراټيک سياسي سيسټم يې بشپړ کړی، چې په دې سره د مکاو اوسېدونکي د بل هر وخت په پرتله ډېر حقوق او ازادۍ لري او د (( يو هېواد او دوو نظامونو )) پاليسۍ سياسي او ټولنيز بنسټ لا ټينګ شوی دی.































