د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو او افغان حکومت لس کسیز پلاوی خبرو ته سره ناست دی او دوی به د راتلونکو ورځو د غونډو او بحثونو لپاره اجنډا ټاکي. دغه پلاوی به پرېکړه کوي چې په لومړیو مواردو کې پر کومو مسایلو خبرې وشي او څه ډول کاري کمېټې خپل کارونه پيل کړي. سبا به په رسمي توګه طالبان او د افغان حکومت لېږل شوی پلاوی مخامخ سره کېني او پر اجنډا به بحث کوي. افغان حکومت ټینګار کوي چې لومړی به پر اوربند خبرې کېږي، اوربند به رامنځ ته کېږي او تاوتریخوالی به کمېږي خو طالبان بیا وایي دوی پر اوربند نه بلکې لومړی باید هغه عوامل له منځه یوړل شي چې د جګړو ددوام سبب دي. ټاکل شوې چې تر لومړنۍ غونډې وروسته دواړه لوري د بحثونو او خپلو خبرو پایلې له رسنیو سره شریکوي.
































