د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د دغه هېواد په تيان جين ښار کې د سربيا د بهرنيو چارو له وزير مارکو جوريک سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تېر مې کې په بريالۍ توګه له سربيا څخه ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو مشرانو پرېکړه وکړه چې په نوې زمانه کې د چين او سربيا د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي او د دوه اړخيزو اړيکو نوې پاڼه پرانيزي. چین هرکلی کوي چې سربيا له چین سره يو ځای د خپل عصري کولو لپاره په ګډه کار وکړي. سربېره پر دې چين د سربيا د پرمختګ ملاتړ کوي.
مارکو جوريک وويل، سربيا به د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار وکړي. سربيا د چين له خوا د ټولو سترو وړاندیزونو ملاتړ کوي او د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا ملاتړ به کوي.
































