د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د چین له سترې برخې سر د مکاو د بېرته یو ځای کېدو د ۲۵مې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ او په مکاو کې د چين له ميشت ولسي ازادې بښونکي پوځ څخه يې ليدنه وکړه. هغه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او د مرکزي پوځي کميسيون په استازيتوب په مکاو کې د مېشتو ځواکونو ټولو افسرانو او سرتېرو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کړل.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په مکاو کې مېشتو پوځيانو د ګوند د مرکزي کمېټې او د مرکزي پوځي کمیسيون پرېکړې او لارښوونې په ټینګه سره پلې کړې او د يو هېواد او دوو نظامونو پاليسي، بنسټيز قانون او د مېشتو ځواکونو قانون يې په صداقت سره پلی کړی او په برياليتوب سره يو لړ دندې یې بشپږې کړې دي. دوی په وفادارۍ سره دفاعي دندې تر سره کړې او د ملي حاکميت، امنیت، پرمختيايي ګټو او د مکاو د اوږدمهاله سوکالۍ او ثبات د ساتنې لپاره يې مهم رول لوبولی دی او د مکاو له اکثريت هېوادوالو څخه لوړه ستاينه يې ګټلې ده.
































