د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په دې وروستیو کې ویلي چې دوی به په راتلونکو څو اونیو کې له ۱۷۵ زرو څخه زیاتو بې ځايه شويو افغانانو ته د چین لخوا مرستندویه توکي ووېشي.
یاد مرستندویه توکي چې په کې د پخلنځي لوښي، کمپلې، سطلونه او ترپالونه شامل دي، د۲۷۵۰۰ کورنیو څه نا څه ۱۷۵ زرو افغانانو ته به ووېشل شي.
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د چین د یادو بشري مرستو هرکلی وکړ او د چين مننه يې وکړه.
































