ځينو لوېديځو خبري رسنيو په دې وروستيو کې د چين د شينجيانګ د مرچو په اړه هغه بې ځايه او بې بنسټه خبرونه کړي، چې ګواکي د شينجيانګ مرچ د “جبري کار“ توليدات دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د يادو خبرونو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې په شينجيانګ کې د مرچو د کرلو عمده بهير د ماشينونو له خوا تر سره کېږي، ايا دا کار د ماشينونو پر غاړه جبري کار بلل کېږي؟
لين جيان دې ته اشاره وکړه، چې د لوېديځو هېوادونو ځينو خبري رسنيو د شينجيانګ د پنبو، رومي بانجانو او مرچو په اړه ډېر بې ځايه او بې بنسټه خبرونه خپاره کړي دي، خو جعلي معلومات او دروغ د حقيقت ځای نه شي نیولی.































