د چين د سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، د روان ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين الکترونيکو سوداګريزو چارو سالم پرمختګ کړی او مصارف او د فزيکي او ډيجيټلي اقتصاد پيوستون يې پارولی دی.
د چين رسمي شمېرنې ښيي، چې په تېرو يوولسو میاشتو کې په دغه هېواد کې د انټرنيټ له لارې د پرچون خرڅلاو اندازه ۱۴ زرو ميلياردو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي. په ورته موده کې د انټرنېټي خدمتونو مصارف په چټکۍ سره زيات شوي او د زياتوالي انډول يې ۱۸ اعشاريه ۳ سلنې ته رسېدلی دی.
سربېره پر دې، د ورېښمو لارې الکترونيکو سوداګريزو چارو د چين او همکاريزو هېوادونو ګډې ګټې پياوړې کړې دي. په چين کې د ورېښمو لارې د ښه توليداتو د انلاين خرڅلاو په نوم اونيز فعاليت تر سره شوی، چې په ترڅ کې د منځنۍ اسيا کلتوري او سيلانيز فېسټیوال او د جنوب ختيځې اسيا د قهوي فېسټيوال په شمول د ۵ اصلي موضوعاتو فعاليتونه تر سره شوي او په چين کې د ملګرو هېوادونو د تصديو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی. په تېر نومبر کې د چين د انلاين ډګرونو له لارې د ازبکستان د شيرينو او د اندونيزيا د قهوې د خرڅلاو اندازې په جلا جلا توګه ۱۰۲ اعشاريه ۴ سلنه او ۳۵ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.































