په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د دسمبر په ۲۰مه نېټه د اوکراين په اړه د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې هیله څرګنده کړه چې امريکا د تورونو د لګولو بې معنا لوبه بنده کړي، د جنجال له پارولو څخه لاس واخلي او د چين په شمول له اړوندو هېوادونو سره د اوکراين د کړکېچ د سياسي حل لپاره د یووالي او همکارۍ فضا او زمینه برابره کړي.
ګنګ شوانګ وویل، امریکا د سيمه ييز امنيت د ساتلو تر شعار لاندې د نورو هېوادونو د کمزوري کولو او د هغوی د پرمختګ د مخنیوي او د خپلې اجنډا د عملي کولو لپاره هڅه کوي چې په نړۍ کې يې نورې شخړې او ګډوډۍ رامنځته کړي. چين هيله لري چې امريکا د سړې جګړې ذهنيت پرېږدي، د اوکراین له کړکېچ څخه به د خپل جيوستراتيژيک پرمختګ لپاره کار نه واخلي او په اروپا کې د سولې او ثبات لپاره رښتينې هڅې وکړي.
































