یونان کې د پناه غوښتونکو د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې اته تنه ډوب او مړه شوي دي. د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې مړه شوي کسان افغانان دي. ویل کېږي، چې دغه بېړۍ د ساحلي ګارډ له ګزمو په تېښته وه، چې ډوبه شوه. دغه بېړۍ د یونان د ختیځ په رودس ټاپو کې ډوبه شوې ده. د یونان د ساحلي ګارډ په یو لړ عملیاتو کې ۱۲ نارینه، درې ښځې او درې ماشومان چې ټول افغانان دي او ټولټال شمېره یې ۱۸ ته رسېږي؛ ژغورل شوي دي. د یونان ساحلي ګارډ دارنګه ویلي، چې دغه پناه غوښتونکي روغتونونو ته لېږدول شوي؛ خو د یو تن روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
































