امریکایي نظامیان وایي د افغانستان په اړه ټولې پرېکړې به له افغان حکومت سره په مشوره کوي. د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مککینزي تېر ماښام ناوخته له ولسمشر غني او د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر روانو خبرو او نورو مواردو بحث کړی دی. مککینزي ویلي چې امریکا د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي خو تر څنګ یې په خپلو ټولو پرېکړو کې له افغان حکومت سره سلا مشورو ته ژمن دي. دده په خبره خپلې ټولې پرېکړې او پلانونه به له افغان حکومت سره تر مشورو او خبرو وروسته جوړوي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې مککینزي ته ښه راغلاست ویلي او ټینګار یې کړی چې ددواړو لورو ترمنځ اړیکې باید پراخې او د ډاډ وړ وي.
































