د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۸ ميليونه افغانیو په لګښت، د روزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې يو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه چکډېم د روزګان ولایت د اوبو او انرژۍ رياست په تخنيکي مرسته او د «آیسيآرسي» په مالي لګښت، د څه باندې ۸ ميليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی. هېره دې نه وي چې د یاد چکډېم د تطبیق په بهیر کې، ۳۶۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او په ګټې اخیستنې سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذيه شي.
































