روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۷۱۶ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړیني کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو په همدې ویروس اخته ۴۰۴ ناروغان بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زره او ۴۲۰ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۱ زره او ۶۳۸ ته لوړ شوی دی.
































