د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د بريکس د نويو همکارانو هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې روسيې تېره ورځ د بريکس د همکارو هېوادونو نوملړ اعلان کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ پدې اړه ويلي، د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د روان کال په اکتوبر کې د روسيې په کازان ښار کې د بريکس د سرمشريزې پر مهال د دغه سازمان د هېوادونو له مشرانو سره د دې سازمان د همکارو هېوادونو د جذب په اړه هوکړه کړې ده او دا له تېر کال وروسته کله چې په دغه سازمان کې نوي غړي شامل شوي، د دې سازمان د پراختيا يو بل مهم ګام بلل کيږي. چيني لوري له دې سرمشريزې وروسته د دغه سازمان له رئيسه هېواد او غړو هېوادونو سره د همکارو هېوادونو د جذبولو په برخه کې همکارۍ کړې او په نتیجه کې يې اندنيزيا، ماليزيا، ټايلنډ، بلاروس، بوليويا، کيوبا، قزاقستان، ازبکستان او يوګانډا د بريکس همکاران ټاکل شوي دي.
د ماو نينګ په وينا، د بريکس په لويه کورنۍ کې د يادو همکارانو شمولیت د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه سازمان د خپلمنځي همکاريو نوی فصل پيل شوی دی.































