که نړيوالو اړیکو ته وګورو نو ووینو چې ډېرو امريکايي سياستوالو تل اپلتې او ناسمې خبرې کړې دي. خو په ځينو وختونو کې د ځانګړې سياسي موخې په پار مجبور شوي چې پر حقيقت اعتراف وکړي.
نوې بېلګه دا ده چې د امريکا د سوداګرۍ وزيرې ګينا راېموندو په وروستيو ورځو کې رسنیو ته د چيپ په سيالۍ کې د چين د پرمختګ مخه نيول بې ګټې بللي او اعتراف يې کړی چې د هېواد په دننه کې يې له نوښت څخه حکومتي ملاتړ د صادراتو د محدوديت په پرتله ډېر مهم دی. البته د يادې څرګندونې موخه د ( چيپ او ساينس مصودې )ساتنه ده چې ښايي د ډونالډ ټرمپ له خوا لغوه شي. خو له دې څخه هم ښکاري چې د چين پر سېميکندکتور(semiconductor)تخنيکونو د امريکا محدوديتونه د چين د ترقۍ او پرمختګ مخه نه شي نيولی.
د دې ترڅنګ د نيويارک تايمز ورځپاڼې مشهور ليکوال توماس فریدمن چې تازه يې له چين څخه اوونيزه ليدنه وکړه، په وروستيو کې داسې ويلي چې دونالډ ټرمپ په خپلې تېرې ولسمشرۍ دورې کې پر چين بنديزونه لګولي او پر چينايي توليداتو يې تعرفې لوړې کړې وې. خو د چين د پرمختګ مخه يې ونشوای نيولی، بلکې د چین د پرمختګ بهیر لا ګړندی شوی دی. اوس چين د برېښنايي موټرو، روباتونو او نادرو توکو په شمول ډېرو برخو کې د نړۍ مخکښ ځای نيولی او د امريکا پر بازار او تخنيک تکيه نه لري.
دونالډ ترمپ به د ۲۰۲۵ م کال په جنورۍ کې دويمه ولسمشريزه دوره پيل کړي. ښاغلي فريدمن ټرمپ ته په زړه پورې وړانديز کړی چې هغه دې د امریکايي صنعتګر ايلون ماسک او مشهورې سندرغاړې تيلر سويفت رول په لوبولو سره د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا کمه کړي.
اوس د امريکا په دننه کې سياسي فضا ډېره خرابه ده او ځينو سياستوالو يې تل د چين خلاف اقدامات کړي او حتی له چين څخه وارېدونکې هوږه يې هم د امريکا دولتي امنيت ته ګواښ بللې ده. خو په ورته وخت کې که څه هم امريکا له چين سره غير عادلانه چلند کوي، خو چين لاهم د امريکا پر وړاندې پرانيستې رويه غوره کوي. د تيسلا موټر او د اېپل ګرځنده ټيلېفون د چین په بازار کې د هرکلي وړ ګرځېدلي او دغه راز ډېری چینایان امریکایي سندرغاړه تيلر سويفت خوښوي.
دا د پاملرنې وړ خبره ده چې د ټرمپ په نوې کابينه کې نه يوازې د ايلون ماسک په شان د چين دوستان شته دي بلکې د مارکو روبيو په شان هغه سياستوال هم پکې شامل دي چې له چین سره دښمني لري. هغه چې ژر به د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده پيل کړي، له چين سره د تماس پر نيولو باور ښودلی دی، خو نوموړی د چين حکومت په تور ليست کې شامل شوی او چين ته د ده ننوتل هم منع شوي دي.
په وروستيو کې ترمپ ويلي چې د امريکا او چين ترمنځ همکارۍ د نړۍ ټولې ستونزې او ننګونې حلولی شي. بې له شکه چين د دې څرګندونې هرکلی کوي چې چین له امريکا سره د همکاريو له لارې د نړۍ بېلا بېلې ستونزې حلولی شي. د څلورو کلونو د مخکې په پرتله لا غښتلی چين له هر ډول نويو ننګونو سره د مقابلې وړتيا لري.































