د چين بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د دسمبر په ۲۷مه نېټه ويلي، چې «د بهرنيو هېوادونو د بنديزونو ضد د چين ولسي جمهوريت د مقابلې قانون» د اصولو له مخې، چين د امريکې د نظامي صنعت پر ۷ اړوندو تصديو او جګپوړو مامورينو د بنديزونو لګولو پرېکړه کړې.
وياندې ماو نينګ په اشارې سره ويلي، امريکې په وروستيو ورځو کې يو ځل بيا د چين تايوان سيمې ته د زياتې اندازې وسلو د ورکولو او پلورلو اعلان کړی او د ۲۰۲۵م مالي کال د ملي دفاع د بوديجې سند د قانون په بڼه يې لاسليک کړی دی، چې په کې د چين ضد څو منفي مادې شاملې دي، د يو چين د پېژندلو له اصل او د دواړو هېوادونو له درېيو ګډو اعلاميو څخه سخته سرغړونه ده، د چين په کورنيو چارو کې ستوغه لاسوهنه کوي، د چين ملي حاکميت او ځمکني بشپړتيا ګواښي.
وياندې ماو نينګ زياته کړه، چين پر امريکې غږ کوي، چې تایوان سره هر ډول پوځي مرستې ودروي، د چين پر ګټو د زيانمنېدو خبرې او کړنې دې ختمې کړي. چين به په دوامداره توګه د ځان د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټو د ساتلو لپاره هر اړين تدبيرونه ونيسي.
































