نن په رسمي توګه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روانې خونړۍ جګړې د پای لپاره مخامخ مذاکرات پيلېږي. پرون د دواړو لورو استازو د مذاکراتي غونډو پر اجنډا خبرې کړې دي او نن به پر ټاکل شوو اجنډاوو بحثونه کېږي. ویل کېږي چې د افغان حکومت د پلاوي لومړنۍ غوښتنه به د اوربند تامین وي، خو طالبانو بیا ویلي چې په دې لاره کې د شته خنډونو له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکوي. بلخوا د سولې له مذاکراتي پلاوي سره تللی هیت بېرته کابل ته راغلی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رییس او د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې ددغه پلاوي مشري یې کوله کابل ته راغلي دي خو طالبانو او افغان حکومت ګډ ۴۲ کسیز پلاوی به خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکوي.
































