له څه کم څلورو اونیو راهیسې زرګونه بلاروسي وګړي لارو سړکونو ته راوځي او په دغه هېواد کې د یوې میاشتې مخکې ټاکنو پایلې نه مني. ددوی په خبره لوکاشینکو له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی او دا ځل یې هم په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده. دوی د ټاکنو د باطلېدو او لوکاشینکو د استعفا غوښتنه کوي. په تازه لاریونونو کې تېره ورځ ۴۰۰ لاریون کوونکي نیول شوي دي. ددې تر څنګ امنیتي ادارو ویلي چې په ښارونوکې به لا ډېر پولیس ځای پر ځای کړي او لاریون کوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې د نورو په لمسون دې د بلاروس نظم نه خرابوي.
































