په وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې له چين څخه د ليدنې په اړه ليکنو، تصويرونو او وېډيوګانو د ډېرو خلکو پاملرنه راجلب کړې او د هرکلي وړ ګرځېدلي او په ځېنو پوسټونو کې دا هشټاګ ((د اونۍ په پای کې چين ته سفر)) ډېر کارول شوی دی. اوسمهال د چين د بېلا بېلو ښارونو په مشهورو سيلانيزو ځايونو، د اورګاډيو په سټېشنونو او پارکونو کې بهرني سيلانيان ډېر تر سترګو کېږي.
شمېرې ښيي، چې د روان ۲۰۲۴م کال په نهو مياشتو کې له بهر څخه چين ته د تلونکو سيلانيانو شمېر ۹۵ ميليونو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸۰ سلنه زياتوالی ښيي.
ښايي ډېرو ته دا پوښتنه ودرېږي، چې په چين کې داسې څه دي، چې ګڼ شمېر بهرنيان يې راجلب کړي او ولې سيلانيان د اونۍ په پای کې دغه هېواد ته سفرونه کوي؟
د يادې پوښتنې ځواب اسان دی؛ د چين پاکو او پراخو هوايي ډګرونو، چټکې او ډاډمنې رېل پټلۍ، اسانۍ انلاين تاديې، پخوانيو او عصري اساسي تاسيساتو ډېرو بهرنيو سيلانيانو ته ژورې خاطرې وربښلې دي. د ساري په توګه، د بريتانيې يوې جوړې د چين په يوه هوټل کې له ماشيني انسان څخه ډوډۍ ترلاسه کړې او دوی د دغه ډول عصري خدمت په اړه تعجب ښکاره کړی دی.
ډېر بهرني سيلانيان د چين د رېل پټليو چټک سرعت، پر وخت خدمت، ډاډمنتوب او هوساينه ستايي او ډېرو يې په چين کې د انلاين تاديې عادت اخيستی دی.
په چين کې پر بشپړو اساسي تاسيساتو برسېره، د دغه هېواد بډایو سرچېنو او پراخې ځمکې د بهرنيو سيلانيانو پاملرنه راجلب کړې، ځکه دغه ځایونه هم ورته ډېرې ښې سيلانيزې تجربې برابرولی شي.
د بېلګې په توګه، یوه سيلاني رسنيو ته ويلي، چې هغه په تېر اګست کې له شي ځانګ سیمې څخه ليدنه کړې او په دغه سفر کې يې د پوټالا ماڼۍ او ډاجاو معبد تاريخي کلتور سره اشنايي پيدا کړې، د هيمالايا لړیزې ښکلې منظرې يې کتلي او د شي ځانګ د بېلا بېلو ښارونو د مختلفو مقامونو د ژوند په اړه يې معلومات ترلاسه کړي دي.))
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان ويلي، سیلانيان په ټول چين کې اوږد تاريخ، ښايسته طبيعي منظرې، پرمختللې ټېکنالوژي او غني فرهنګ احساسولی شي.
عصري ټېکنالوژي، اوږد تاريخ او غني فرهنګونه د انسانانو د عقل او پوهې نتيجې دي. ډېر سيلانيان له عامو او مشهورو سيلانيزو ځايونو څخه په ليدنې قناعت نه کوي او غواړي چې د چين د ښارونو په بېلا بېلو ځايونو کې چکرونه ووهي او له ځايي اوسېدونکو سره ژورې خبرې او نظرتبادلې وکړي. ډېرو سيلانيانو د شينجيانګ سيمې د اورموچي ښار په يوې استوګنيزې سيمې کې ويښتان جوړ کړي، ځينو سيلانيانو د بېجينګ په هو تونګ لرغونو کوڅو کې له ځايي سپين ږيرو سره چای څښلی او ځينو یې د شانګهای په پارکونو کې له ځايي وګړو سره د ورزش نڅاوې کړې دي.
د بهرنيو سيلانيانو او چينايانو ترمنځ اړيکو کې ساده روغبړ او د ژبو د ژباړلو سافټويرونه د دواړو خواوو ترمنځ د ژبې خنډونه ليري کولی شي او د چينايانو مېلمه پالنې او مهربانۍ سيلانيانو ته ښې خاطرې ورکړې دي.
ډېرو بهرنيو سيلانيانو له چين څخه تر ليدنې وروسته رسنيو ته ويلي، ((چين له هغه بڼې سره يو شان نه دی، چې د لوېديځو رسنيو په خبرونو کې تصوير شوی دی)).
د فرانسې ( شل دقیقې) ورځپاڼې په يوه تبصره کې ويلي، چې پخوا ډېرو بهرنيانو د چين په اړه هراړخيز معلومات نه درلودل، خو اوس مخ په زياتېدونکي بهرنيان له چين څخه تر ليدنې وروسته دغه هېواد ته د بيا سفر هيلې لري.
د يوې امريکايي خبري رسنۍ مدیر سټانسفيرډ سميس چين ته د خپل يو مياشتني سفر له پای ته رسېدو وروسته په يوې مقالې کې ليکلي، چې واشينګټن په بې پايه جګړو کې پيسې لګوي، خو بېجينګ بیا عامو خلکو ته پاملرنه کوي او يوه ښه ټولنه یې جوړه کړې ده.
چين له ۲۶ هېوادونو سره له وېزې پرته د تګ راتګ هوکړې کړي، د ۳۸ هېوادونو وګړو ته يې د وېزو د معافيت پاليسي او د ۵۴ هېوادونو وګړو ته يې د ټرانزېټ ويزو د معافيت پاليسي غوره کړې ده.
د چين يادو تګلارو دغه هېواد ته د بهرنيانو د سفرونو لپاره ډېرې انسانتياوې برابرې کړې دي.
د ځينو بهرنيو رسنيو ويلي، چين دغه تګلارې د سيلانيزو چارو د بيا سمسورتيا په موخه ټاکلې دي. خو د دغو رسنيو دغه نظر کې تندلاري ښکاري، ځکه چين په حقیقت کې د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره مداومې هڅې کوي او دغه اقدامات يې د لوړې کچې د ورخلاصون د پياوړتيا په برخه کې د دغه هېواد هڅې او هم یې د مختلفو تمدنونو د تبادلې د پياوړتيا او د همغږې نړۍ د ابادۍ کړنې دي.































