د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د ډسمبر د ۳۱مې نېټې د مازديګر په ۷ بجو د چين ميډيا ګروپ او انټرنېټي شبکې له لارې د نوي ۲۰۲۵م کال د مبارکۍ په مناسبت وينا وکړي.

د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اين د بېلابېلو بهرنيو ژبو چينلونه او راډیوګانې او د دې هېواد د مرکزي خبري رسنيو ويبسايټونه او ټولنيزې رسنۍ به په وخت ياده وينا خپره کړي.































