«د چیني شکله عصري کېدو په اړه د شي جین پینګ د مقالو غورچاڼ» چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوند د تاريخ او ارشیف د څېړنې انسټيټوټ لخوا په جاپاني ژبه ژباړل شوې، په دې وروستيو کې په کور دننه او بهر کې خپره شوه.
په یاد کتاب کې د چیني شکله عصري کېدو په اړه د شي جين پينګ يو لړ مهم نظريات شتون لري. د کتاب جاپاني نسخه او مخکې چاپ شوي انګلیسي، فرانسوي، روسي او عربي نسخې د بهرنيو لوستونکو لپاره د چیني شکله عصري کېدو د نظري سیسټم او عملي غوښتنو د ژورې پوهې او همدارنګه د چين د کمونېست ګوند تر رهبرۍ لاندې د چین د عصري کېدو د نوې لارې د ژور پوهاوي لپاره ستر اهمیت لري.
































