د سمنګان ـ مزارشریف په لویه لار د خلم ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په پېښه کې د عامې روغتیا وزارت درې کارکوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. د مسوولینو په خبره، دغه پېښه د یوه فوتینر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې. ټپیان د سمنګان ولایت روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د پېښې د لامل په اړه د پولیسو لومړني معلومات ښيي چې د موټر چلوونکي بېاحتیاطي د دې پېښې لامل شوې ده.
































