د راپورونو له مخې بریتانوي چارواکو ویلي، هغه درې افغانان یې په بریتانیا کې نیولي، چې په بلجیم کې د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې په غړيتوب تورن وو. د بلجیم په یوې محکمې کې تېره میاشت دا درې افغانان او ۲۰ تنه نور د انسانانو د قاچاق په تور په ۲ او ۱۸ کالونو بند محکوم کړل شوي دي. دوی په محکمې کې نه وو او محکمې په غیاب کې محکوم کړل. له جرمونو سره د بریتانیا د مبارزې ملي ادارې ویلي دي دا درې کسان زیارمل خان، ذیشان او سیف الرحمن نومېږي او ۲۴، ۲۰ او ۲۳ کلن دي. مقامات وايي چې دوی د ډسمبر د شپږمې او ۳۰ نېټو ترمنځ ورځو کې نیول شوي دي.
































