د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د ډسمبر د ۳۱مې نېټې په سهار د نوي کال د هرکلي په پار ناسته ترسره کړه. د شي جين پينګ، لي چيانګ، جاو له جي، وانګ هو نينګ، څای چي، دينګ شوی شيانګ، لي شي او هان جنګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او د دولت مشرانو، د بېلا بېلو ډيپوکراټيکو ګوندونو د مرکزي کمېټو او د صنعتي او سوداګريزو ټولنو مسوولينو، بې طرفه شخصيتونو، د مرکزي او ملي سازمانونو مسوولينو او د بېجينګ د بېلا بېلو برخو او قومونو استازو د ۲۰۲۵م کال د رارسېدو په پار د لمانځنې په دغه ناسته کې ګډون کړی و.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ په دغه ناسته کې وينا کړې او ټول چينايان يې هڅولې، چې د چيني شکله عصري کېدو په جريان کې د ستونزو او ننګونو پر وړاندې يو موټیتوب وساتي او د يووالي د پياوړي ځواک، وړتيا او دوامداره هڅو له لارې د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا چارې تقویه کړي.































