د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې روان کال کې د بڼوالۍ او کرنیز سکټور د ودې په موخه یې افغانستان کې ځانګړې پروژې پلې کړې دي. د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د بېلابېلا ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې یې د ۲۰۲۴ کال په لړ کې له ۶۳۸زرو څخه ډېر مېوه لرونکي نیالګي پر خلکو وېشلي او څه کم درې زره باغونه یې هم نوي جوړ کړي دي. د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان ویلي، چې وېشل شویو مېوه لرونکو ونو کې انګور، ناک، شفتالو او بېلابېلې مېوه لرونکي ونې شاملې وې. د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان ۲۵سلنه ناخالص عواید له کرنیز سکټور او بڼوالۍ څخه لاسته راځي او نږدې ۶۰سلنه افغانان په کرکیله بوخت دي.
































