د ۲۰۲۵م کال د رارسېدو په مناسبت د چين د عنعنوي اوپراوو ماښامنۍ ننداره د ډسمبر د ۳۰مې نېټې په ماښام د دغه هېواد په پلازمېنې بېجينګ کې د چين په ملي هنري مرکز کې تر سره شوه.
د شي جين پينګ، لي چيانګ، جاو له جي، وانګ هو نينګ، څای چي، دينګ شوی شيانګ، لي شي او هان جنګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او د دولت مشرانو د بېجينګ د بېلا بېلو برخو له وګړو سره دغه ننداره کتلې او د نوي کال د رارسېدو لمانځنه يې وکړه.































